د اودیسک موسسې له لوري د فاریاب ولایتي روغتون په انګړ کې د ونو د کښت یو چاپېریالي نوښت په بریالیتوب سره ترسره شو.
دا فعالیت وروسته له هغې ترسره شو چې اودیسک موسسې د ۲۰۲۶ کال د “شنه میراث” د ونو کښت کمپاین کې ګډون کړی و، او د همدې تجربې پر بنسټ یې هڅه وکړه چې د عامه خدمتونو په مهمو ځایونو کې د زرغونتیا کچه لوړه او د سالم چاپېریال د رامنځته کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د روغتون چاپېریال زرغونول نه یوازې د ناروغانو، مراجعینو او کارکوونکو لپاره یو ارام او سالم فضا برابروي، بلکې د ټولنې په کچه د چاپېریال ساتنې د ارزښتونو د پیاوړتیا سبب هم ګرځي.
اودیسک موسسه ژمنه ده چې د دوامدار پرمختګ او چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ټولنې د هوساینې لپاره اغېزمن نوښتونه عملي کړي.
The Organization for Development of Economic, Social, and Capacity Building (ODESC) carried out a tree plantation initiative at Faryab Provincial Hospital as part of its commitment to environmental sustainability and community well-being.
Following its participation in the 2026 Green Legacy campaign, ODESC undertook this effort to promote greener public spaces and contribute to a healthier environment for patients, visitors, and healthcare staff.
This initiative reflects ODESC’s continued dedication to sustainable development and practical actions that support both environmental protection and improved community welfare.









